سیاست

د اجراييه رياست دويم مرستيال: ښځې او نارینه کولی شي د پوهې د کچې په لوړولو سره د افغانستان وضعیت ته بدلون ورکړي

کابل/باختر/ د کب د میاشتی ٢٤ مه
د اجراييه رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق وايي چې ښځې او نارینه کولی شي د پوهې د کچې په لوړولو سره د افغانستان وضعیت ته بدلون ورکړي
نوموړي دا مطلب د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو د نوي مرستیال ډاکتر احمد سیر مهجور د معرفۍ په غونډه کې بیان کړ.
د لوړو زده کړو وزارت يو خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ:
محقق وویل: افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله ډیر زیانمن شوی او د قدرت سرچینې یې یا له منځه تللي او یا تر وروستۍ کچې کمزورې شوې چې د دغې کمزورتیا جبرانیدل، د پوهې د پیاوړتیا څخه پرته ناشوني دي.
ده زیاته کړه: علم او پوهه کولی شي موږ ځواکمن کړي څو د خپلې ټولنې ستونزې درک او د حل لپاره یې ګامونه پورته کړو.
د اجرایيه ریاست مرستیال وویل: په تیرو شپاړسو کلونوکې د هېواد د پیاوړي کولو لپاره د پام وړ کارونه شوي، خو اوس هم یو شمېر ننګونې شتون لري.
ده وویل: له هر ډول تبعیض څخه پرته باید یو بل ته لاسونه ورکړو او د خپل هېواد سرچینې پیاوړې کړو.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوالې ډاکترې فریدې مومند د مالي او اداري چارو نوي مرستیال ته د مبارکۍ ترڅنګ په تیرو دوو کلونوکې د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې د ارزښت وړ وبللې.
د لوړو زده کړو وزیرې وویل: ورځ تر بلې هېوادوالو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او د اصلاحاتو بنسټیز کولو په برخه کې په بریالیتوب سره پر مخ روان یو.
مومند زیاته کړه: مخکې د دې له راتګ څخه، خلکو د کانکور آزموینو پروسې اصلاح ناشونې ګڼله، خو له نیکه مرغه د دغه وزارت ژمن کاري ټیم د هڅو له امله یاده پروسه شفافه او د ټولو هېوادوالو د خوښۍ وړ وګرځیده.
دې وویل: په دغه وزارت کې د خدمتونو په وړاندې کولوکې بدلون رامنځ ته شوی چې له امله یې کاري پروسې ساده او چټکې شوې دي.
د لوړو زده کړو وزیرې ډاکترې فریدې مومند د دغه وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه د ډاکتر احمد سیر مهجور ټاکنه پر ځای اقدام وباله او ده ته یې په خپلو چاروکې د بریا او د افغانستان خلکو ته د ښه خدمت کولوهیله وکړه.
په پای کې  ډاکتر احمد سیر مهجور د افغانستان د ملي یووالي له حکومت څخه پر ده باندې د باور له امله مننه وکړه او د وروستیو دوو کلونو په ترڅ کې یې د لوړو زده کړو په برخه کې رامنځ ته شویو پرمختګونو ته په اشارې سره ژمنه وکړه چې د اصلاحاتو رامنځ ته کولو لپاره به هر ډول هڅې ترسره کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته