امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان دهيواد په څو ولايتونوکې وځپل شول .

کابل باختر د کب دريمه :
اوولس تنه تروريست طالبان دامنيتي ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې  ووژل شول چې دهيواد  په څو ولايتونو کې ترسره شول .
  دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبر ورکړ چې دملي اردو ځواکونو دسولې اوثبات  دټينګښت په مقصد  دهرات ، خوست ، هلمند اودکندز  دولايتونو په مربوطاتو کې  ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول اويوشمير نور تروريستان ونيول شول .
  په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله ،  ددرندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات  په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس  ته ورغلي دي .
  دغه راز دملي اردو  ځواکونو دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دخپلو امنيتي دندو په بهير کې  دوسايطو ضد درى پنځوس ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته