امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر غبرګولي اته ويشتمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانوسره په  جګړه  کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې دوى په امنيتي پوستو يرغل وکړ .
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
ده وويل: دغو طالبانو د اوربند له پاى ته رسيدو وروسته زموږ په قرارګاه بريد وکړ او موږ هم چمتو يو او طالبانو ته مو د سر زيان واړوه .
د وسله والو طالبانو په دې بريدکې دوه تنه پوځيان ټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: امنيتي مامورينو په قندهار ولايت ديولړ چاودنومخه ونيوله .
دغو پوځيانو د قندهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
ديوبل خبرله مخې:
د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو درې ډيپوګانې د قندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې کشف شوې چې له هغو څخه يوشمېر سپکې او درندې وسلې  او چاوديدونکي توکي ترلاسه شول .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته