سیاست

دکورنيوچارووزارت معين دلوى لارې کتارونه وکتل.

کابل باختر دغبرګولي نهمه :
د کورنیو چارو وزارت عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سرپرست د اکمالاتي کاروانونو د تګ راتګ او د قطارونو د امنیت په موخه د لومړي نمبر لوئ لارې کتارونه وکتل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري په داسې حال کې چې د یاد معینیت یو شمېر جنرالان او منسوبین هم ورسره ملګري وو، د کابل هرات د لومړۍ نمبر لوئ لارې له اکمالاتي کتارونه چې له هرات ولایت څخه کابل ولایت ته لیږدول کیدل، په میدان وردګو ولایت کې وکتل.
د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ سرپرست معین ددغو کتارونو د لیدنې پرمهال وویل، د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت بیداره اوزړور پولیس د خپلو شته تجربو او مسلکي وړتیاوو له مخې اوس دا توان لري چې د خپلو ملي او نړیوالو سوداګرو اکمالاتي کاروانونو لپاره په ټولو لویو لارو کې ډاډمن امنیت خوندي کړي.
دغه راز د کتارونو د لیږد امنیتي رئیس سمونوال محفوظ ولي زاده وايي، که څه هم پخوا د کابل هرات لومړۍ نمبر لوئ لارې یو لړ امنیتي ستونزې لرلې خو اوس د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت او د نورو امنیتي ارګانونو ترمنځ، کلکه همغږي د دې لامل شوې چې اکمالاتي کتارونه مو په پوره ډاډمن امنیت سره تګ راتګ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته