
کابل، د وږي ۸ مه، باختر
د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د برادران جامې سړک د پخولو چارې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د هرات ښاروال ملا عبدالرازق راشد د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د برادران جامي سړک د پخولو چارې د دغه ریاست په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې، چې په راتلونکو ۳ میاشتو کې به بشپړې شي.
ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي د دغه سړک په پخولو خوشحاله دي او له دولت څخه یې د ورته پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.