خبرونهورزش

فریبا احمدي د بامیانو په اسکي سیالۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړه

کابل/ د سلواغې ٤مه/ باختر
د میرمنو د اسکی لوبې سیالۍ ، چې د مرکزي بامیان د بابا غره په لمنو کې ترسره شوې ، د بامیانو له اسکي کلپ څخه فریبا احمدي لومړى مقام ترلاسه کړه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې ، د باميانو د ايوريست اسکي بابا ورزش مسوول
محمد افضل نوري رسنيو ته وويل په دې سيالۍ کې له شپږو کلپونو څخه ١٧نجونې ګډون کړي و،
د باميانو له اسکي کلپ څخه فريبا احمدي ، د بابا ايوريست اسکي کلپ څخه زهرا نوري او د عقاب له کلپ څخه سحرنوري په ترتيب سره لومړى دويم او دريم مقام وګاټه.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اسحق موحدي د اسکي د دغو سياليو د جوړولو موخه د زده کړې نړيوالې ورځې، د ژمنيو لوبو ترويجول د کورنيو اوبهرنيو سيلانيانو جلب اوجذب او د باميانو د ښکلو طبيعي منظرو معرفي کول وبلل.
د دغې سيالۍ ګټوونکو ته جايزه هم ورکړى شوې.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته