امنیت

٣٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
٣٣ تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې دامنيتي ځواکونوپه عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په تيرو څليرويشتو ساعتو کې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې  چانيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٣٣ تنه  ډار اچوونکي ووژل شول، ٤٩ تنه ټپيان او دداعش  دډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون اته تنه نور دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور ونيول شول .
  دغه عمليات دتوپچي  او هوايي قوتونو  په ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيا ، غزني ، روزګان ، هرات ، کندز ، بدخشان ، بغلان او دهلمند دولايتونو په مربوطات کې ترسره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته