
کابل، د زمري ٢٦مه، باختر
د هرات ښار د پستې نمبر یک څخه تر کار آباد پله پورې د غځېدلي سړک د پخولو چارې پیل شوې.
د یاد سړک د چارو د پیل مراسمو کې د هرات ښاروال ملا عبدالرازق راشد باختر آژانس ته وويل، چې دغه سړک ٢ زره او ١٠٠ متره اوږدوالى او اوه متره سور لري، چې پرې ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
راشد زیاته کړه، هڅه کوي د سړې هوا له رسېدو مخکې د دغه سړک د رغولو کار بشپړ کړي.
ورته مهال د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار د دغه سړک د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، دوی هڅه کوي چې د اسلامي امارت او مرستندویه موسسو په مرسته په هرات کې نورې پراختیايي پروژې پلې کړي، تر څو ولسونه هوساینې ته ورسېږي.
د هرات ښاريانو په هرات ښار کې د دغه سړک د د پخولو چارو د پيل هرکلى وکړ.