
کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر
په هرات کې د رزمي ورزشونو د سیالیو دریمه دوره ترسره شوه.
د یووالي او پیوستون جام په نامه د هرات رزمي ورزشونو فدراسیون د پارت فایت سبک د سیالیو دریمه دوره د غوریانو ولسوالۍ د آرمان په ورزشي سالون کې په داسې حال کې ترسره شوې چې د هرات د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک او یو شمېر نورو کسانو هم ګډون کړی و.
په دغو سیالیوکې ۸۰ تنه ورزشکارانو د نونهالانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په ۴ برخو کې سیالي وکړه.
د پارت فایت سبک مسوول صبغت الله عظیمي د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د هرات د مرکز او ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ د انګیزې رامنځته کول او د دغه ورزش وده وبلله.
په دغو سیالیو کې د هرات د مرکز او د غوریانو او د رباط سنګي د ولسوالیو ورزشکارانو ګډون کړی و.
د دغو سیالیو په پای کې ګټوونکو ته مډالونه او جایزې ورکړل شوې.
ع