امنیت

په هرات کې د طالبانو د یوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

کابل/ د وري ۳مه/ باختر
د وسله والو طالبانو یو جګپوړی قوماندان په هرات کې د پوځیانو په برید کې ووژل شو.
پر ملا منان پرون نا وخته کله چې له لسګونو ملګرو سره یې پر پوځیانو د يولړ بریدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ برید وشو.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد باختر آژانس ته وویل چې د پوځیانو په دغه برید کې د طالبانو جګپوری قوماندان ملا منان ووژل شو.
هغه وویل چې په برید کې درې نور وسله وال طالبان هم ووژل شول او دوه نوريې ټپیان شول.
ویل کېږي چې په جګړه کې پوځیانو او ملکیانو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې:
څلور وسله وال طالبان په هرات کې په دوو نښتو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ګلران او شینډنډ ولسواليوکې هغه وخت بریدونه وشول چې په تروریستي فعالیتونو بوخت وو.
په یو بل خبرکې ویل شوي دي چې په هرات کې د ماين په چاودنه کې څلور پوځیان ټپیان شول.
پولیس وایي: ماین د پښتون پله په ساحه کې په یو واټ کې ځای پرځای شوی و او د پوځیانو د تېرېدو په وخت وچول شو.
وسله وال طالبان د دغې ماین ښخونې عاملين بلل شوي دي.
د هرات په مرکزي روغتون کې ډاکټرانو د یوه ټپي روغتیايي حالت خراب بللی دی.
پاى/ ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته