امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول

 کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٤ :
دوسله والو طالبانو ديوتن سيمه ييز قوماندان په  ګډون درې تنه وسله وال طالبان  تيره شپه دکندز ولايت  په امام صاحب ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په  جګړه کې ووژل شول.
په شمال کې دپاميرزون وياند  باخترآژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول  چې  دا منيتي ځواکونو دسپرلۍ په کاروان يې ډزې وکړې.
ده زياته کړه چې په دې  جګړه کې دوسله والو طالبانو يو قوماندان هم وژل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته