کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
په هلمند ولايت کې دپوځيانو د ډار اچونې ضد عملياتو په دوام شپاړلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دغه پوځي عمليات ديکشنبې دورځې په سهار دلښکرګاه ښار په بيلابيلو سيمو کې پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې د ډار اچونې ضد دغوعملياتو په دوام شپاړلس تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ده وويل چې پوځيانو ددغو عملياتو په بهير کې تراوسه پورې دوسله والو طالبانو دډلې څو پټنځي دړې وړې کړي دي او په لسګونو کلي يې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي دي .
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په هلمند ولايت کې پوځيان دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دهلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل