کابل / د وږي ٢٥مه / باختر
د پروان د ملي امنيت رياست دوه کسان تېره شپه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول.
د پروان د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې د ملي امنيت منسوبينو دغه کسان د دغه ولايت له مرکز څخه په عملياتو کې ونيول.
هغه وويل چې له نيول شويو کسانو څخه څو جنګي وسايل او يوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
هغه زياته کړه: له دغو کسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ