سیاست

د جمهوري رياست لومړي مرستيال د امريکا د سفير له مرستيال مايکل مک کنلي سره وکتل

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٣
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمې مخکې په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفير له مرستيال مايکل مک کنلي سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې د افغانستان او پاکستان په چاروکې د امريکا د ځانګړي استازي مرستيالې ميرمن لوريک ميلر هم حاضره وه؛ د جمهوري رياست لومړي مرستيال د انتخاباتو د بهير د يوې برخې پاى ته رسيدل د افغانستان د خلکو يوه هيله وبلله چې د دغه بهير له اوږديدو څخه ستړې شوي دي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په سياسي برخوکې د دواړو انتخاباتي مرکزونو نږدې والي هيله مند وباله او زياته يې کړه چې زموږ او د نړيوالو دوستانو هلې ځلې دوام لري چې دغه ستونزه حل شي او د هغه له مخې د افغانستان راتلوونکى حکومت د خلکو په مقابل کې خپلو مهمو دندو ته ورسيږي.
په دې کتنه کې په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفير مرستيال مايکل مک کنلي هم هيله وکړه چې افغانستان ډير ژر د يو نوى حکومت شاهد وي چې د انتخاباتو د بهير په نتيجه کې رامنځته شوى دى.
دغه راز په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان په چاروکې د امريکا د ځانګړي استازي مرستيالې ميرمن لوريک ميلر يادونه وکړه چې افغانستان اوس له هر وخت څخه زيات ثبات او آرامى ته اړتيا لري او موږ به په دې لاره کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو.
د يو بل خبر له مخې: د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن غرمه د افغانستان په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان له ځانګړي استازي يان کوبيش سره په کتنه کې د دواړو انتخاباتي مرکزونو همکاري په افغانستان کې د انتخاباتو د ستونزې د پاى ته رسولو زمينه وبلله.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې خلک په بدحالت کې ژوند کوي او د هيواد دغه حالت ټول لوري تدبر،تسامح او تساهل او له يوبل سره همکاري ته رابولي چې د دغې ستونزې غوټه خلاصه شي.
په دې کتنه کې د افغانستان په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړي استازي يان کوبيش هم هيله څرګنده کړه چې ټولې هلې ځلې بايد په دې لاره کې وشي ترڅو د افغانستان د خلکو په ژوندکې نوې پاڼه پرانستل شي او د ملګرو ملتو سازمان به په دې لاره کې کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته