خبرونهورزش

په هرات کې سیمه ییزې لوبې زیاتې شوې دي

کابل، د لړم ۱۰ مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د موبایل او کامپیوټري لوبو ترڅنګ سیمه ییزې او سنتي لوبې لکه غېږنیونه، آس او بایسکل ځغلونې لوبې هم زیاتې شوې دي.

د هرات یو شمېراوسېدونکي وايي، چې په هېواد کې د امنیت په تامینېدو سره د غېږ نیونې سیمه ییزې او سنتي لوبې د جمعې په ورځو کې ترسره کېږي چې زیات خلک یې لیدو ته ورځي.

د هرات د بایسکل ځغلونې فدراسیون رییس استاد فریدون د باختر اژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د جمعې په ورځ ۸۰ بایسکل ځغلوونکي د بایسکل ځغلونې لوبې ترسره کوي. نوموړي د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل، چې د دې لوبې لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني وویل، چې دغه لوبې د خلکو د خوښۍ او تفرېح سبب کېږي او باید ملاتړ یې وشي.

یوسفی، جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا