خبرونهامنیتټولنه

د ملي امنیت سلاکار د کونړ له قومي مشرانو، محلي او نظامي مقاماتو سره وکتل

کابل/ د غويي ۲۴مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون ماښام د کونړ له والي، نظامي مقاماتو، د کونړ د خلکو له استازیو، قومي مخورو، جهادي شخصیتونو، دیني عالمانو، د مدني ټولنې له غړیو او ځوانانو سره وکتل.
هغوی وویل، د دښمن پر ضد یې مبارزه په حقه ده او تل به یې پر وړاندې ولاړ وي. وروسته یې د ملي امنیت سلاکار ته د خپلې سیمې د ستونزو او امنیتي وضعیت په هکله معلومات ورکړل او و یې ویل چې د کونړ خلک د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ولاړ دي او په قاطعیت د نطام دفاع او ملاتړ کوي.
ډاکټر محب دوی ته په خطاب کې وویل چې د کونړ د خلکو یووالی د وحدت سمبول دی او ستاسې د اولادونو قرباني تر سمت او قوم پورې محدوده نه، بلکې د زاد او باثباته افغانستان لپاره ده.

دغه راز یې وویل، د هېواد په ابادي کې له حکومت سره په اتحاد کار کول مهم دي او حکومت د پراختیايي پروژو، روغتیا او معارف په برخه کې هم ژمنتیا لري او پلي به شي. په پای کې یې د دیني عالمانو نقش او هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې حکومت به د امنیت تامین ته جدي پاملرنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته