امنیت

دوزيرانو شورا دامنيتي کميټې غونډه دمحمد يونس قانوني په مشرۍ جوړه شوه.

کابل باختر د غبرګولي  اوولسمه :
دوزيرانو شورا دامنيتي کميټې غونډه نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال او ددغې کميټې درييس محمد يونس قانوني په مشرۍ دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه او په ښه توګه دجمهوري رياست دنوماندانو دامنيت دتامينولو په ګډون دمهمو امنيتي موضوعګانو په باب خبرې وشوې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: دجمهوري رياست لومړي مرستيال دامنيتي کميټې دغونډې دکار په پيل کې دبغلان ولايت دګذرګاه نور  په ولسوالۍ کې  دسيلاونو دراوتلو په مناسبت چې له امله يې زموږ په لسګونو تنه هيوادوال خپل ګران عمر له لاسه ورکړ او ددوى کورونو ، املاکو او څارويو ته دروند زيان اوښتې دى ،دخپلې ژورې ډاډ ګيرنې اوخواخوږۍ مراتب څرګند کړل او زياته يې کړه چې نن ددولت له خوا يو هيئت سيمې ته استول شوى دى چې دحالت په هراړخيزې څيړنې سره  دې په تولو  برخو کې دمرستې رسولو بهير تنظيم کړي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز دجمهوري رياست په نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله بريدچې له امله يې دده څو تنه ساتوونکې اويوشمير ملکي وګړي شهيدان شول وغانده او دشهيدانو کورنيو ته د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ دمراتبو د څرګندولو په ترڅ کې يې هغوى ته دجميل صبر هيله وکړه.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په هيواد کې دامنيت دتامينولو موضوع دهيواد دامنيتي ارګانونو يوه مهمه دنده وبلله او زياته يې کړه ،ښه به وي چې له بل هر وخت  څخه زيات دجمهوري رياست دنوماندانو دامنيت دتامينولو مسئلې ته زياته  پاملرنه وشي ، ځکه په دې برخه کې ډيره کوچنۍ تيروتنه ،دهيواد حالت ته زيانمنه ده .
  وروسته  دجمهوري رياست لومړي مرستيال دوزيرانو شورا دامنيتي کميټې دتيرې غونډې دپريکړو په باب دخپلو اجرااتو په اړوند دمسوولو امنيتي بنسټونو رپوټونه  واوريدل اونيمګړتياو او تيروتنو ته يې اشاره وکړه، او دامنيتي بنسټونو له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې هغوى ته پاملرنه وکړي .
دهيواد دامنيتي حالت په باره کې دامنيتي ارګانونو رپوټونه واوريدل شول چې ددې څرګندوى و چې دجمهوري رياست ددويم پړاو دانتخاباتو دترسره کولو لپاره ټول لازم تدبيرونه نيول شوي دي چې دافغانستان خلک وکولاي شي دبشپړ امنيت په فضا کې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپل راتلوونکي مشرتوب انتخاب کړي .
  په غونډه  کې دغه راز دهيواد امنيتي ارګانونو ته لارښوونه وشوه چې دجمهوري رياست  نوماندانو  ته د ډاډمن امنيت دتدبيرونو دنيولو په اړوند خپل پروګرامونه په وخت  سره  وڅيړي او اجازه ورنه کړي چې په دې برخه کې  بې پروايي زموږ په ګران هيواد کې دبې ثباتي موجبات برابر کړي .
  غونډې هر يو مورد چې دوزيرانو شورا دامنيتي کميټې  دغونډې په نننۍ اجنداکې ځاى کړى شوى و وڅيړه، او دخبرو وړ موضوعګانو په باب له لازم غور او دقت وروسته دهغو داجراکولو په برخه کې لازم تصيمونه  ونيول شول .
غونډې دغه راز وپتيله چې مسوول ارګانونه دې په هيواد کې داړوندو پيښو او حالت په اړوند لنډ تحليلي  رپوټونه برابر کړي او دامنيتي کميټې په راتلوونکي غونډه کې دې وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته