فرهنګ

د هيواد پياوړى فرهنګي شخصيت ګل محمد صالح وفات شو

کابل – باختر د لړم د مياشتې ٢٢
د هيواد پياوړى فرهنګي شخصيت الحاج ګل محمد صالح وفات شو.
ارواښاد صالح په ١٣٢٢ هجري لمريز کال کې د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په کلالګو کلي کې وزيږيد. لومړنۍ زده کړې يې د دغې ولسوالۍ د کوتې خيلو په لومړنى ښوونځى کې پاى ته ورسولې او وروسته د کابل د ابن سينا په منځنى ښوونځي کې او بيا د کابل په عالي دارالمعلمين کې شامل شو او په ١٣٤٠ هجري لمريز کال کې د دغه دارالمعلمين له ١٢ټولګي څخه له فراغت وروسته د يوې مودې لپاره د ابن سينا په منځنى ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه. اروښاد صالح په ١٣٤٧هجري لمريز کال کې د کابل پوهنتونن د علومو په پوهنځي کې شامل او له دغه پوهنځي څخه له فراغت وروسته په ١٣٤٨ هجري لمريز کال کې د پکتيا ولايت د عبدالحى ګرديزى ليسې د مدير په توګه وټاکل شو.
ګل محمد صالح په ١٣٥٢ کال کې د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې په رياست کې وټاکل شو او ديارلس کاله يې د دغه رياست د کيميا او بيولوژۍ په څانګه کې خدمت وکړ.
ارواښاد صالح په ١٣٦٣هجري لمريز کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د باختر آژانس په لوى رياست کې وټاکل شو او په ١٣٩١ کال کې د خدمت د ټاکلې دورې په بشپړولو سره تقاعد شو.
ارواښاد په فرهنګي کارونو او په تېره بيا له دري ژبې څخه پښتو  ژبې ته د مطالبو په ژباړنه کې پوره مهارت او لوى لاس درلود او له تقاعد وروسته يې هم فرهنګي کارونه کول.
ارواښاد صالح د هغې اوږدې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ د ٧٢ کلنى په عمر د روان کال د لړم د مياشتې په ١٤نيټه وفات شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه او د باختر آژانس د مشرتابه هيئت او کارکوونکي د ارواښاد مړينه د فرهنګ په ډګرکې يوه ضايعه بولي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او د هيواد فرهنګي ټولنې او د ارواښاد کورنۍ، خپلوانو او مينه والو ته د جميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته