امنیت

طالبانو د کليو د بياجوړولو او پراختيا رياست د انجنيرانو سرونه غوڅ کړل

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٩ د فارياب ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا رياست د دوو تنو انجنيرانو مړي پرون ددغه ولايت په مربوطاتوکې ترلاسه شول. دفارياب ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس محمد عالم د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي پيوستون د برخې دغه دوه تنه انجنيران چې يوه ورځ مخکې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا د دغه ولايت د کوهستانانو ولسوالۍ د بندر له سيمې څخه تښتول شوي وو؛ د انسان تښتوونکو له خوا وژل شوي دي او مړي يې د سيمې د خلکو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته