ورزش

خوست کې د۶ ولایتونو دفوټبال ټیمونو سیالۍ پیل کړې

-متون باختر د وږي د مياشتې ۴ مه
خوست کې د (یووالي تر عنوان  ) لاندې دشپږو  ولايتونو د فوټبال ټیمونو سيالۍ پيل کړې.
د فوټبال د فدراسيون سرپرست عبدالفتاح واکمن باختر اژانس ته وویل چې، دغه سيالۍ د  اروزګان او خوست (ب) لوبډلو په لوبه کولو پيل شوې، چې لوبه د يو يو ګول په وهلو مساوي پای ته ورسېده.
د د ه په خبره، په لومړۍ ورځ يوه لوبه ترسره شوه، خو نورې ورځې به دوه دوه لوبې ترسره کېږي.
د فوټبال فډراسيون د سرپرست په وينا د يو غږ او يو شعار فوټبال روانې لوبې اووه ورځې دوام کوي.
يادې لوبې د ماسپيښين په درېيو بجو پيلېږي، چې پرون په لومړۍ لوبه کې خوست الف او ب لوبډلو په خپلو کې پيل کړې او د دويمې لوبې لپاره به د ميدان وردګو او پکتیا لوبډلې میدان ته راوځي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته