سیاست

شيرمحمدکريمي دامريکايي پوځيانوله قوماندان سره وکتل

کابل باختر  د ليندي پنځمه :
دملی اردولوی  درستیزد امریکا دمتحده ایالاتودمرکزی ګډوځواکونوله لوی قوماندان سره په کتنه کی د ملی اردوبریاوی بیان اوهغه یی دافغان ولس ستری ویاړنی وبللی .
دملي دفاع وزارت دوياندمطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دی کاری کتنه کی د دواړوهیوادوترمنځ په دوستانه همکاریو، آمنیتی وضعی ، دملی اردو په بریاوواوسمبالښت اودناټوسازمان دهمکاریوپه اړه خبری وشوی .
په دی کتنه کی دملی اردولوی درستیزسترجنرال ارکانحرب شیرمحمد( کریمی ) په خبروکی وویل : دوست هیواد امریکا اودناټوسازمان دتیروکلونوپه اوږدوکی له افغانستان سره دبیاودانولو،سولی اوآمنیت دټینګښت اودملی اردودسمبالښت په لاره کی ارزښتناکی مرستی کړی چی په قدردانی یی یادونه کوو.لوی درستیزد ملی اردوارزښتناکولاسته راوړنواولوړوقابلیتونوته په کتنی سره وویل : دافغانستان ملی اردوپه تیروکلونوکی بی ساری پرمختیا موندلی ، اوښی جګړه ایزی تجربی ترلاسه کړی دی  .
ده زیاته کړه : اوس ملی اردوددی ځواکمنی ترلاسه کړی چی ټول جګړه ایزعملیات او ورځنی فعالیتونه په خپلواکه توګه پلان اورهبری کړی ، دوی ددغوبریالیوفعالیتونوپه ترڅ کی دسولی اووطن دښمنانوته مرګونی ګزارونه ورکړی ، اودهغوی شوم اوتخریبی پلانونه یی شنډ اوله منځه وړی دی.
په مقابل کی د امریکا دمتحده ایالاتودګډوقواوو( سینتکم ) لوی قوماندان سترجنرال استن پداسی حال کی چی د ایساف  ځواکونولوی قوماندان    سترجنرال  کیمبیل (G _ Campbell ) هم حضوردرلود، په خبروکی دافغان ملی اردودبی ساروپرمختیاوواولوړوقابلیتونوله امله خوښی څرګنده اوویی ویل: دامریکا متحده ایالاتوحکومت اوایساف ځواکونودتیروکلونوپه اوږدوکی له افغانستان سره په ودانیزوچارو، په ځانګړی توګه دملی اردود ښوونی اوروزنی اوسمبالښت په لاره کی ارزښتناکی مرستی کړی چی په راتلونکی کی هم په پوره ژمنتیا اوڅنګ په څنګ له تاسوسره خپلودغوملاتړواوسوله ایزومرستوته ادامه ورکوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته