امنیت

انسان تښتوونکو په فراه کې دپرمختيايي شورا درې تنه غړي آزاد کړل.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ٣
دفراه ولايت په مربوطاتو کې د پرمختيايي شورا درې تنه غړي پرون دانسان تښتوونکو له منګولو څخه  آزاد شول .
دغه کسان درې ورځې مخکې دفراه ، ولايت د شيپ کوه په ولسوالۍ کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي  وو .
دفراه  د والي ويندوى  عبدالرحمن  ژوندى  باختر آژانس ته وويل : 
دغه کسان له انسان تښتوونکو سره دپشت رود ولسوالۍ په قومي مشرانو او دڅو
تنو سپين ږيرو له خبرو وروسته آزاد  شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : دفراه ولايت پوليسو پرون يو ماين ښخوونکي دپشت رود ولسوالۍ دقلعه کا په ساحه کې  ونيوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل :  دغه سړى په دغې ساحه کې دماين ښخولو په وخت کې له ورسره ماين او دماين ښخولو له يوې اندازې  وسايلو او يوه لاسي بم سره دپوليسو له خوا  ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته