امنیت

تروريستانو بيا هم په ځانمرګي بريد او چاودنې لاس پورې کړ // خلک: موږ د تروريستانو فشارونو ته نه تسليميږو

کابل باختردزمري دمياشتې ١٩ :
د کابل د نړيوال هوايي ډګر دروازې ته څېرمه په ننني ځانمرګي بريدکې زموږ  يوشمېر هېوادوالو شهيدان شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
نن غرمه د  ١٢ بجو په شاوخوا کې يوه ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل کرولا موټر د کابل د نړيوال هوايي ډګر دروازې ته څېرمه  وچاوه .
د عامې روغتيا وزارت د مرکز د روغتونونو رييس ډاکترسيدکبيراميري د باخترآژانس خبريال ته  وويل: د څلورو تنو مړي چې په دې پيښه کې شهيدان شوي دي؛ د کابل يوه روغتون ته ليږدول شوي او٢١ تنه نور ټپيان شوي دي چې ټول يې  د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي وګړي دي.
خو د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د دغې زړه بوږنوونکې پيښې د شهيدانو شمېر ٧ تنه وباله چې ټول يې ملکي وګړي وو او د دغې پيښې په شهيدانو کې يو ماشوم هم شامل دى.
د کابل د نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان حق نواز حقيار په دې پيښه کې د پوليسو د څلورو تنو افرادو شهادت تائيد کړ او ويې ويل چې يوشمېر نور ټپيان شوي دي.
بريد په ګڼ ميشت ځاى کې هغه هم هغه وخت وشو چې د يوه ښوونځي زده کوونکي نوي رخصت شوي او خپلوکورونو ته روان وو .
وسله والو طالبانو د دغه جنايت مسووليت په غاړه اخيستى دى.
خلک او د مدني ټولني فعالان وايي چې وروستۍ تروريستي پيښې د افغانستان د کمزوري کولو لپاره يو بل حرکت دى؛ خو تروريستان دې بايد په دې پوه شي چې  افغانان تروريزم ته نه تسليميږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته