امنیت

يوتن په بادغيس کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو .

کابل / دمرغومي ٧مه / باختر:
دبادغيس پوليسو يوتن پرون  په دغه ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه.
دبادغيس دپوليسو وياند  تحصيل  حيدري باختراژانس ته وويل چې دغه سړى  څه دپاسه يوکيلوګرامه اپين  چې له بالامرغاب ولسوالۍ څخه يې  نامعلوم ځاى ته لېږدول  دبادغيس ولايت دمرکز قلعه نو ښار دڅلورمې حوزې په مربوطاتو کې دپوليسودپلټنې په وخت کې له نشه يي توکو سره ونيول شو.
هغه وويل چې نيول شوى سړى  تر پوښتنې لاندې دى .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته