نړۍ

په هرات کې يوه اووه کسيزه ډله دسولې له بهيرسره يوځاى شوه

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٣٠ :

 ددولت  دمخالفينواووه کسيزه ډله پرون ماښام دهرات په ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شوه .

دهرات ولايت سرپرست اسيرالدين  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه کسان دملاشرف الدين په مشرۍ چې يوه موده يې ددغه ولايت  داوبي په ولسوالۍ کې  له دولت سره په مخالفت کې و پرون ماښام  دافغانستان داسلامي جمهوريت دحقانيت  په درک کولو سره په هرات ولايت کې له خپلو وسلو سره  دسولې له بهيرسره يوځاى شول.

ديادونې وړ ده چې درې سوو تنو  دغو افرادو ته چې څه موده مخکې  په دوو ډلو کې په هرات کې  دسولې له بهيرسره يوځاى شوي وو، پرون دسولې دولايتي کميټې له خوا له دوى سره  نغدي مرسته وشوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته