امنیت

سل تنه مسافران د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
سل تنه   مسافران تيره شپه  په  ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو له خوا
وتښتول شول .
په دغو مسافرانو کله  چې دګوشتې له  ولسوالۍ څخه  د تورخم په لور روان وو دسلګونو تنو وسله والو طالبانو له خوا بريد وشو او  وتښتول شول.
يو مسافرګل محمد چې په دې بريالى  شوى دى د طالبانو دبريد په بهير کې
دهغوي له منګلولو څخه وتښتې دباختر آژانس خبريال ته وويل  : طالبانو شل
مسافر وړونکي موټرونه  ودرول  ښځې او نجونې  يې خوشې کړې خو نارينه او هلکان يې له ځان سره  بوتلل.
د رارسيدلو خبرونو له مخې  :  دغه مسافران دګوشتې له ولسوالۍ او د هغې له شاوخوا سيمو څخه دخپلو خپلوانو دکتنې او يا هم دخپلو ناروغانو د درملنې لپاره پاکستان ته روان وو  چې دوسله والو طالبانو له خوا پرې  بريد وشو.
دګوشتې ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول  چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي وايي چې طالبانو له سيمه ييزو پوليسو سره د دغې ولسوالۍ دځوانانو دپيوستون په خاطر په غوصه  شوي دي  او په دې خاطر يې ددغې ولسوالۍ داوسيدونکو په تښتولو اقدام کړى دى .
ده  وويل :  په دې  بريد کې دګوشتې ولسوالۍ او دهغې دشاوخوا سيمو سل تنه ځوانان ، بوډا ګان او ماشومان د طالبانو له خوا تښتول شوي دي .
په همدې حال کې ګل احمد هغه سړى چې د طالبانو دبريد په بهير کې دهغو له منګولو څخه تښتيدلى دى وايي ده په خپلو سترګو وليدل چې په  يوه  تن  موټر چلونکى چې د طالبانو له منګولو څخه دتيښتې په حال کې و، د طالبانو دوسله والو کسان  له خوا ډزې   وشوې .
ده  زياته کړه په  يرغلګرو طالبانو کې د پاکستان له  وزيرستان او پنجاب  څخه کسان هم شته .
له بله  پلوه   دننګرهار دوالي ويندوى  احمد ضيا عبدالزي دغه پيښه   تاييدوي . عبدالزي دغه  راز د وسله والو کسانو له خوا د تښتول شويو مسافرو د شمير په باب څه  ونه ويل .
ده زياته کړه  چې امنيتي ځواکونو د دغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو  او دهغو له منګولو څخه دمسافرو د  ژغورنې لپاره هلې ځلې پيل  کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته