امنیت

په ننګرهار کې دداعشيانو له منګولو څخه ددوو تنو ملکي وګړو ژغورل

کابل باختر د زمري  اوومه :
دوه تنه ملکي وګړي په ننګرها ر ولايت کې دداعشيانو له منګولو څخه وژغورل  شول .
  پوځيانو تيره شپه په روداتو ولسوالۍ کې  دداعشيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ او دغه دوه تنه ملکي وګړي يې دداعشي ډار اچوونکو له منګولو څخه وژغورل .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي  دباختراژانس خبريال ته وويل ښايي داعشيانو غوښتل چې دغه دوه تنه ملکي وګړي په ډزو سره ووژنې چې پوځيانو په خپل وخت  دهغوى مرستې ته ورودانګل او هغوى يې وژغورل .
په دې اقدام کې داعشيانو ته دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
دداعشيانو له منګولو څخه دغه دوه  تنه ژغورل شوي کسان کورنيو ته يې سپارل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته