کابل باختر د وري پنځلسمه
دکندهار ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې په دغه ولايت کي دپوهنتون ديو محصل دوژل کيدو دعاملينو دنيولو په خاطر يي څيړني پيل کړي دي .
دکندهار دطب پوهنتون ددريم کال محصل محمد مشتاق ديکشنبي په ورځ دناپيژندل شويو اشخاصو له خوا په دغه پوهنتون کې ووژل شو .
دکندهار په پوهنتون کې محصلان وسله وال طالبان ددغه ترور عاملين بولي .
دکندهار درسنيو مسوول جاويد فيصل باختر اژانس ته وويل چې پوليسو ددغي وژنې دعاملينو دنيولو لپاره تحقيقات پيل کړي دي .
ده وويل اوس ژر دي چي طالبان ددغه ناوړه قصد مسوول وبولو .
دخبرونو له مخي دغه ځوان محصل په رڼا ورځ په پوهنتون کي وژل شوي دي .
دکندهار پوهنتون مسوولين وايي چي محمد مشتاق مړي يي له پيښې څخه څو شيبي وروسته له غرمي مخکي په يوولسو بجو دپوهنتون په انګړ کي موندلي دي