امنیت

دوه تنه اعدام شول

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٨ :
د نصيراحمدنوروزي داته کلن زوى علي سينا دتښتونې او وحشيانه وژنې دقضيې په دوو تنو فاعلينو د اعدام سزا نن دهرات ولايت په جيل کې تطبيق شو.
دچارو د ادارې او د وزيرانوشورا  د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې په وروستى پريکړه کې ويل شوي دي  چې  دعبدالسميع دعبدالظاهر زوى  او د عبد القادر لمسى  چې دهرات ولايت د انجيل ولسوالۍ اوسيدونکى دى او له څلورو کلونو را په دې خوا يې دنصيراحمد نوروزي  د المونيم  جوړولو په شرکت کې کارکاوه  اوپه وروستيو دريو مياشتو کې  د نوروزي  د باور په ترلاسه کولو سره دهغه دشخصي ساتونکى په توګه مقرر او د ١٣٩١ کال دمرغومي دمياشتې په څلورمه نيټه دسهار په اووه نيموبجو کله چې اته کلن علي سينا د ديني  زده کړو په مقصد دسيمې دجومات په لور روان و؛ دعبدالسميع له خوا په دې پلمه چې د ليوه بچى يې ورته پيداکړي؛  وغولاوه او دموټر سايکل  په واسطه يې له ښار څخه بهر ته يې وليږداوه جليل احمد او کمال په نومونو دوو تنو ته چې پخوايې له عبدالسميع سره تفاهم کړى و، سپارلى او د يوکرولا موټر په واسطه  دهرات ولايت انجيل ولسوالۍ د خوشي باشانو کلي ته وليږدول شو  او پټ کړاى شو او د ټيلفوني اړيکې له لارې دعلي سينا له کورنۍ سره يې د پيسو غوښتنه وکړه.
نصيراحمد نوروزي  پنځه شپيته زره امريکايي ډالره هم هغوى ته ورکړل، خو په دې دليل چې عبدالسميع دعلي سينا نوروزي  له خوا پيژندل شوى دى اوکورنۍ ته  يې دعلي سينا د سپارلو په صورت کې د تثبيتولو شبکه افشا کيږي او دعلي سينا په وحشيانه وژلو يې اقدام کړى دى.
په هرات کې له تروريستي جرمونوسره دمبارزې پوليسو په جدي اقدام سره دعلي سينا د تښتولو ډله او دهغه قاتلين  ونيول او ترعدلي څارنې لاندې يې وو چې درې ګونومحکمو دپريکړو په صادرولو سره دغه دوه تنه په اعدام محکوم کړل او دغه حکم نن د ١٣٩٢ کال د ثور دمياشتې په ٢٨ نيټه دشنبې په ورځ د افغانستان داسلامي جمهوريت د لوى څارنوالى د واکمن هيئت له خوا دهرات په جيل کې په جليل احمد او عبدالسميع تطبيق شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته