امنیت

په هرات کې يو سړى تښتوونکى ونيول شو

هغه سړى چې په هرات ولايت کې ديو ماشوم د تښتولو تور پري لګول شوى دى تيرماښام له خپلو دوو تنو همکارانو سره ددغه ښار دپوليسوله خوا ونيول شو .

دهرات ولايت امنيه قوماندان سيد اقا ثاقب دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه سړى چې ددغه ولايت دزنده جان ولسوالۍ اوسيدونکى دى يوه ورځ مخکې دهرات ښار په پنځمه ناحيه کې يو دولس کلن ماشوم وتښتاوه او ددغه ولايت دګذري ولسوالۍ ته يې ليږدولي و .

خبرځاى ويلي دي دهرات دامنيې قوماندانۍ دمنسوبينو دهڅو او هاند له امله تير ماښام تورن له خپلو دوو تنو همکارانو سره په ګذري ولسوالۍ کې ونيول شو او تر پوښتنې لاندې نيول شوى دى .

دده د څرګندونو له مخې دغه ماشوم خپلوانو ته يې سپارل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته