امنیت

د طالبانو درې تنه قوماندانان او يوولس تنه غړي په هوايي بريد کې ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د طالبانو درې تنه جګپوړي قوماندانان ددغې ډلې له يوولسو غړو سره په پکتيکا ولايت کې په يو هوايي بريد کې ووژل شول .
پردغو طالبانو دبرملى په سرحدي ولسوالۍ کې دهغوى په پټنځي کې دافغان هوايي پوځ له خوا بريد وشو .
د رارسيدلوخبرونو له مخې پر دغو طالبانو دمنګرتى په نامه کلي کې چې په خپل پټنځي کې د يو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و ، بريد وشو.
دپکتيکا دوالي وياند نبي الله پيرخيل باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دغه بريد کې د طالبانو درې جګپوړي قوماندانان او ددغې ډلې يوولس تنه غړي ووژل شول.
ده زياته کړه دغه طالبان په خپل پټنځي کې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې هوايي بريد پرې وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته