امنیت

دفدراتيفي روسيې دکورنيوچارو وزارت دنشه يي توکو دکنترول او قاچاقو لپاره چې ګڼې له افغانستان څخه منځنۍ آسيا او روسيې ته وارديږي يوه نوې طرحه وړاندې کړې ده .

کابل باختر د وږي  پنځه ويشتمه :
دفدراتيفي  روسيې دکورنيوچارو  وزارت دنشه يي توکو دکنترول او قاچاقو لپاره چې ګڼې له افغانستان څخه منځنۍ آسيا او روسيې ته  وارديږي يوه  نوې طرحه وړاندې کړې ده .
دباختر آژانس دخبر له مخي  :  په روسيه کې خبري منابعو ددغه هيواد دکورنيو چاو د وزير ولاديمير کولوکونسف له خولې خبر ورکړى دى  چې و يلي يې دي په افغانستان کې دې  يو داسې امنيتي کمربند جوړ شي  چې  په دغه هيواد کې دنشه يي توکو کرکيله ، توليد او قاچاق ترکنترول لاندې  ونيول شي .
دولتي خبرځايونو زياته کړې ده چې د روسيي دکورنيو چارو وزير دغه وړانديز
دافغانستان له حکومت سره طرحه کړى دى خو افغان مقاماتو تراوسه پورې په دې
باب څه نه دي ويلي .
دروسيې  دکورنيوچارو وزير په داسې حال کې په افغانستان کې دنشه يي توکو دقاچاقو او ترافيکو دمخنيوي په برخه کې  ديو امنيتي کمربند دجوړولو دطرحې خبرې کوي چې په افغانستان کې دنشه يي توکو دکرکيلې ، توليد او ترافيکو دزياتوالۍ په باب زياتې خبرې کيږي .
بهرني خبرځايونه ادعا کوي چې په تير عيسوي کال  کې د نشه يي توکو کرکيلي او توليد دافغانستان شپاړلسو ولايتونو ته پراختيا موندلې ده او دغه هيواد لاتراوسه پورې هم دنړۍ په کچه دنشه يي توکودسترو توليدونکو هيوادونوپه رديف کې دى .
روسي مقامات د دغه هيواد دکورنيو چارو د وزير نوې طرحه په افغانستان کې دنشه يي توکو د توليد دکمښت په مقصد دهلوځلو يوه برخه بولي او ټينګار کوي که چيرې دغه وړانديز ومنل شي روسيه به  دافغانستان له دولت سره  هر اړخيزه ، پراخه او صادفانه همکاري وکړي .
سره له دې چې دافغانستان دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو وزارت مقاماتو چې د دغه هيواد په حکومت کې يو پاليسي جوړونکي ارګان دى .
دروسيي دکورنيو چارو د وزير د وروستي وړانديز په اړوند څه نه دي ويلي خو دافغانستان دکورنيو چارو وزارت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دمعينيت عملياتي لوى  رييس عبدالخليل بختيار زموږ دسرحدي پوځ  په اړوند چې دهيواد په پولو کې واکمن دي دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو وزارت او دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکوسره دمبارزې دمعينيت له همکارۍ سره تل همغږى دى .
  دهيواد دشمال په سيمو کې دنشه يي توکو کرکيله نږدې صفر ته رسيدلې  ده او دشمال په سيموکې  له کومې جدي ستونزې سره مخامخ نه يو ، خو دهيواد دجنوب او ختيځ په سيموکې له پراخو عملياتو او دنشه يي توکو دڅو لابراتوارونو له ويجاړيدو سره سره لاتراوسه پورې هم په بشپړه توګه دنشه يي توکو په له منځه وړلو بريالي شوي نه يو .
ده زياته کړه  موږ  په کال کې د نشه يي توکو  لس تنه  مهم قاچاق وړونکي پيژنو او دسندونو امدارکو له راټولولو وروسته دهغو په نيولو اقدام کوو چې تيرکال مو اته تنه نيولي دي چې له دې جملې څخه  کولاى شو دبختاور دماڼۍ دخاوند حاجي بختيار  يادونه  وکړو .
په داسې حال کې چې موږ دخپلو ورځنيو فعاليتونو په بهيرکې نږدې هره ورځ يو برياليتوب ترلاسه کوو او تراوسه پورې  دنشه يي توکو يو زيات شمير  پرچون او منځني  پلورونکي  نيول شوي دي .
  ده زياته کړه چې په روان کال کې مو بيا هم له طرحه شوي پلان سره  سم دنشه يي توکو  لس تنه قاچاق وړونکي  وپيژندل  چې تراوسه پورې د حاجي قيوم او حاجي لونګ  په نومونو  دوه تنه يې نيول شوي دي او داتو تنو نورو په  اړوند د سندونو دراټولولو په مقصد هلې ځلې دوام لري .
  بختيار وويل  ، چې د روان کال په بهيرکې دوه سوه څلورعمليات ترسره شوي دي ، ديارلس ټنه  ډول  ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي دي  يو دپاسه  دوه سوه تنه مشکوک کسان نيول شوي دي  او درې ويشت  ميله وسله ترلاسه شوي ده ، دقاچاق  وړونکو څلويښت ډول  ډول ليږدونکي  وسايط ضبط شوي دي او  دنشه يي توکو دتوليد څو لابراتوارونه  له منځه  وړل  شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته