امنیت

په يوه هوايي بريدکې ٤٢ تنه وسله وال طالبان اوداعشيان ووژل شول

جلال آباد باختر د وري  دمياشتې  ٢٠ :
د ننګرهار ولايت د وسله والو طالبانو او داعشي ډاراچوونکو د نويو هوايي  اوځمکنيو بريدونو ډګر و.
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ساعتو کې دهېواد په ځينو ولايتونو کې دداعشيانو او وسله والوطالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي.
لومړي بريدونه  تيره شپه داچين اوکوټ ولسوالۍ کې دداعشيانوپه پټنځايونو  ترسره شول .
دننګرهاردوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې   اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو کله چې د يولړ تروريستي فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو، د خاصو ځواکونو له خواپرې بريدونه وشول.
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم وايي په دې بريدونو کې دداعشيانو څو مرکزونه  له منځه تللي دي.
ديوبل خبر له مخې ؛ دننګرهار دخوږياڼيو او هسکې مينې په ولسواليو کې د طالبانو په سنګرونو په هوايي بريدونو کې پنځلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
په دغو طالبانو تيره شپه ددوى په پټنځايونو بريدونه وشول.
دننګرهار دوالي وياند وايي په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې پنځلس تنه داعشيان ووژل شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي  چې لس تنه نور داعشيان دننګرهارولايت په کوټ ولسوالۍ کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
دغه داعشيان کله چې ديولړ تروريستي بريدونو په ترسره کولو بوخت وو  پرې هوايي بريدونه وشول.
ويل کيږي په دې  جګړه  کې سرتيرو اودسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
له بلې خوا پوځيانو په ننګرهارولايت کې  د وسله والو  طالبانو د جنګي وسايلو ددريو ډپيوګانوپه کشفولو بريالي شوي دي.
دغه راز ويل شوي دي چې  د ننګرهار ولايت امنيتي ځواکونو له تيرې شپې څخه        تر نن سهارپورې  د څه ناڅه نهو ماينونو په کشف  اوشنډولو بريالي شوي  او ديولړ چاودنو مخه يې نيولې ده .
دغه ماينونه د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى  پر ځاى شوي و چې  د سيمې دخلکو په همکارۍ کشف  شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته