
کابل، د سلواغې ٧مه، باختر
د هرات د اوبو رسولو رياست مسوولين وایي، چې د دغه ولايت د مرکز په ١٥ ناحيه کې د ٢.٨ کيلومترو په اوږدوالي د اوبو رسولو د شبکې چارې پیل شوې دي.
د هرات په لويديځ زون کې د ښاري اوبو رسولو او فاضله بندونو رييس انجنير محمد نادر کاکړ د باختر آژانس خبريال سره په خبرو کې وويل، چې د دغې پروژې لګښت د سره صليب د نړيوالې کميټې له خوا ورکول کېږي، چې پر مټ به یې ١٠٠٠ کورنۍ له پاکو برخمنې شي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه شبکه کې به څه باندې ٣٠٠ نوي ګډون کوونکي هم د اوبو میټر امتیاز په ترلاسه کولو سره له شبکې سره وصل شي.
لمر