
کابل / دوږي ٢٣مه /باختر:
١٤ تنه په هرات کې په جنايي جرمونوکې د لاس لرلو په تور ونيول شول.
پوليس وايي په نيول شويو کسانو د غلا، شوکمارۍ، د عامه نظم د ګډوډولواو د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى .
دغه کسان د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د هرات په ښار اود هرات ولايت په يوشمېرولسواليو کې د عملياتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې ونيول شول.
د هرات د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د نيول شويو کسانو دوسيې ډيرژر عدلي اوقضايي بنسټونو ته لېږل کېږي.
ختم_ج_اکرم