سیاست

جمهوررئیس غني: مرحوم حضرت صبغت الله مجددي تل د هېواد د دفاع په لومړۍ کرښه کې قرار درلود

کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۳مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې وروسته د فضیلت‌مآب حضرت صبغت‌الله مجددي د غمشریکۍ په موخه، د مرحوم کور ته لاړ او د هغه جنازې ته یې درناوی وکړ.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس غني د مرحوم روح ته دعا وکړه او وې ویل، حضرت مجددي خلکو ته نېکې خاطرې د یادګار په ډول پرېښي دي.
د هېواد جمهوررئیس د هېواد په خپلواکۍ کې د حضرت مجددي فعال رول ته په اشارې وویل، مرحوم حضرت صبغت الله مجددي په دې وروستیو ۱۸ کلونو کې په ټولنه کې د یوه مصلح شخص په توګه عمل کړی او اساسي قانون چې زموږ ملي وثیقه ده، د نوموړي د مدیریت یادګار دی.
جمهوررئیس وویل، مرحوم حضرت صبغت الله مجددي مسایل او شخړې په تواضع او متانت سره حل او فصل کولې او ټول خلک د نوموړي په غم کې ځان شریک بولي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، مرحوم تل د هېواد د دفاع په لومړۍ کرښه کې قرار درلود او حکومت د نوموړي د جنازې او خاورو ته د سپارلو لپاره ټول لازم تدابیر نیولي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته