امنیت

وسله والو طالبانو ته ديو ماين جوړونکي نيول

کابل باختردکب دمياشتې ٢٣

يو سړى چې  ويل کيږي  وسله والو طالبانو ته يې دماين جوړولو مسووليت په غاړه درلود ، ونيول شو.

دغه سړى چې هويت يې نه دي څرگندشوي پرون  په ميدان ښارکې دافغان او ناټو دځواکونو په ځانګرو پلټوونکو عملياتو کې نيول شوي دي.

ناټو باخترا ژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي  چې دغه سړى وسله والو طالبانو ته دماين  يو جوړونکي دي .

ويل کيږي  زياتره هغه ماينونه چي  په ميدان وردګو اودهغه په ګاونډيو ولايتونو کې په افغان او ناټو ځواکونو بريدونه کوي ددغه سړې له خوا جوړې شوي وي.

خبرپاڼه زياتوي   چې نيول شوي سړې  له زياتي مودي راپه دي خوا دافغان اوناټو دځواکو اودافغانستان دعدلي دستګاو ترڅارني لاندي و.

ددغي خبرپاڼي دمعلوماتوله مخې  دغه سړى له نښتي پرته  په بريالي ډول نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته