امنیت

دکابل په ميربچه کوټ کې چاودنه وشوه .

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :
نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاوخوا کې دکابل ولايت په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې چاودنه وشوه .
تراوسه پورې ددغې چاودنې دجزئياتو او له دې امله دسرداوښتو زيانونو په باب خبر نه دى ترلاسه  شوى خو عيني شاهدانو باختراژانس ته ويلي دي چې چاودنه په يوکرولا موټر کې له هغه وروسته وشوه چې ددغه موټر چلوونکي دپوليسو دپلټنې  لپاره ددريدو امر په پام کې ونه نيوه او دپوليسو دشک وړ وګرځيد . ويل کيږي چې په دې موټر کې په موټر چلوونکي سربيره  څو تنه نور هم سپاره وو .
تراوسه پورې ددغې پيښې له امله دمرګ ژوبلې په باب خبر نه دى ترلاسه شوى خو دميربچه کوټ  ولسوال ويلي دي چې چاودنه ددغې ولسوالۍ په بازار کې شوې ده او دسيمې دوه تنه اوسيدونکي ټپيان شوي دي او څو تنه نور چې په دې موټر کې وو سوځيدلي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته