ټولنه

دافغانستان دعالمانو سراسري شورا : دفلسطين دځوريدلي ملت غږ واورئ

کابل باختر د زمري لومړي :
دافغانستان دعالمانو سراسري شورا په اقصى  جومات کې لمونځ کوونکو ته دممانعت دپيداکولوپه اړوند ديوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي .
داسرائيلو صهيونستي رژيم دخپلو پخوانيو جنايتونو په دوام فلسطيني  مسلمانان دمسلمانو دلومړى قبلې  اقصى  جومات کې دلمانځه له اداکولو  څخه منع کړي دي او يوشمير فلسطيني لمونځ کوونکي ځوانان يې شهيدان کړي دي .
دافغانستان دعالمانو سراسري شورا دغاصبو يهوديانو دغه وحشيانه او غيرانساني عمل په کلکه غندي او له اسلامي او نړيوالو ټولنو څخه غواړي چې دفلسطين  د مسلمان او ځوريدلي ملت مظلومانه غږ واوري او له ممکنو لارو داسرائيلو  رژيم  دظالمانه  عملونو بندولو ته اړ باسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته