سیاست

دولسي جرګې انتخاباتو په لومړي پړاو کې بريالى نه درلود .

کابل باختر دچنګاښ ٤مه
احمدجاوېد جيهون او مير افغان ساپۍ  دولسي جرګې درياست دانتخاباتو په دويم پړاو کې سيالي کوي
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دولسي جرګې په عمومي غونډه کې چې دلنډ مهال رييس ملک قيس  نور اغا په مشرۍ جوړه شوه احمدجاوېد جيهون ، مير افغان ساپۍ او عبدالشکور واقف حکيمي دولسي جرګې درياست څوکۍ  دترلاسه کولو لپاره نوماند شول په پيل کې  ډاکترې فاطمې  عزيز  هم ځان نوماندکړ خو منصرفه شوه .
په هغې سري ټولپوښتنه کې چې ترسره شوه واقف حکيمي  ٣٧ راى ، احمدجاوېد جيهون ٧٣ راى او مير افغان ساپۍ  ٧٧ راى ترلاسه کړې .
په پاى کې هېڅ يوه نوماند پنځوس جمع يو رايه  ترلاسه نه کړى شوه
دانتخاباتو په دويم پړاو کې احمد جاوېد جيهون او مير افغان ساپۍ ددغې څوکۍ دترلاسه کولو لپاره سيالي کوي .
  په غونډه کې  دخلکو ٢٣٧استازو شتون درلود او دانتخاباتو په بهير کې  ٤٢ باطلو رايو او لسو سپينو رايو هم شتون درلود .
  ختم_  عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته