کابل /باختر / دلړم ١١مه :
دکابل پوليسو پنځه تنه دجنايي جرمونو په اړوند ونيول .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز دباختراژانس خبريال ته وويل په کمپل مشهور نادر ، مبارز او عثمان په نومونو درې تنه شوکماران پرون زموږ ديوتن هېوادوال دپيسو او موبايل دلوټولو اودهغه دتپي کولو په وخت کې دکابل ښار په څلورمه ناحيه کې ونيول .
دغه راز دبشير او مهر الله دنومونودوه تنه نورچې له څه مودې راپديخوا دکابل ښار د يوولسمې ناحيې دپنځه سوه فاميليو داديرو په ساحه کې په خورو ورو ډزو سره د عامه نظم دګډوډولو او دخلکو ځورونې او کړونې سبب کېدل نن سهار له وسلو سره يې دپوليسو له لورې ونيول شول .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ