خبرونهټولنهروغتیا

په هرات کې په نشه یي توکو د ۱۱۰ روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل، د لېندۍ ۲۸ مه، باختر

د هرات د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې په نشه یي توکو روږدي ۱۱۰ کسان له درملنې وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوي دي.

د هرات د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حیات الله روحاني د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې تر دې دمه یې د شاوخوا ۳ زره ۷۰۰ کسانو درملنه کړې او لا هم ۱۲۰۰ تنه تر درملنې لاندې دي، چې له درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا