امنیت

دترورستې بريدونو يو تن برابر کوونکى په کندهار کې ونيول شو

کندهار باختردغويي ٤ مــــــه

هغه سړى چې ويل کيږي طالبانو ته يي جنګې وسايلو اوما لي امکانات برا برول پرون دکند هار ولايت د ملي امنيت د منسو بينو له خوا ونيول شو .

دغه سړى دسپين بولدک په ولسوالۍ کې هغه وخت ونيول شو  چې د يو کرولا موټر په واسطه يې ډيورنډ د کرښي له اخوا څخه د چمن ښار ګوټې له لارې يوه ا ندا زه چاوديدونکي توکي هيواد ته را ليږدولى وو .د کند هار ولايت د وا لي ويندوى زلمي ايو بي باختر ا ژانس ته وويل: دغه سړى ملاعبدالجبار نوميږي او په کند هار ولايت کې دملا عبد الله دترورستې ډلې غړيتو ب لري .

ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : له ده څخه څو ميله وسلې ، ډول ډول ماينونه ،لاسي بمو نه ، ډول ډول ګو لۍ او يوه اندا زه چاوديدونکي توکي چې دماينو نو په جوړولوکې کارول کيږي هم د امنيتې ځوا کو نو لاس ته ورغلي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته