کابل- باختر د کب دمياشتې ٣
په هرات ولايت کې دپوليسو دځانګړي ښارګوټي دجوړولو لومړى پړاو نن پيل شو دهرات دپوليسو يوه مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل :ټاکل شوې ده دغه ښارګوټى دپوليسو پرسونل ته دکور دبرابرولو په مقصد جوړ شي.
ددغه ښارګوټي د بنسټ ډبره نن دهرات ښار په پنځلس کيلومترى واټن کې دجګپوړو دولتي مقاماتو په وړاندې کيښودل شوه ويل کيږي په لومړي پړاو کې واټونه او د ژوند نور لومړني سيستمونه او کاناليزاسيون جوړيږي.
ټاکل شوې ده ددغه ښارګوټي داستوګنې نمرې دپوليسو په افسرانو او پرسونل وويشل شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ