امنیت

په بغلان کې د انسان تښتوونکوسرګروپ ووژل شو

– کابل / د لړم ۴ / باختر
په بغلان کې د اسلامي امارت منسوبینو تېره شپه د بغلان په خوست ولسوالۍ کې په یوه نښته کې د انسان تښتوونکوسرګروپ وواژه او افراد یې ونیول.
د بغلان د والي ویاند انجنیرصبغت الله عمري باخترآژانس ته وویل چې د اسلامي امارت منسوبینود انسان تښتوونکودغه سرګروپ د خوست ولسوالۍ په چرخ فلک کلي کې په یوه نښته کې وواژه او شپږ غړي یې له وسلواو تجهیزاتوسره ونیول.
هغه وویل چې دغه کسان په دغه ولایت او د هېواد په شمال ولایتونوکې د انسان تښتوونکو په څو پېښوکې تورن دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته