واشنګتن نى . زن باختر دلړم دمياشتې ٢٥
دامريکا په کاليفرنيا کې دپندلتون پوځي قطعې دمهماتو په يو ډيپو کې دچاودنې له امله څلور تنه پوځيان ووژل شول.
دامريکايي رسنيو دخبرله مخې : دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې سرتيري دمهماتو دډيپو په ورځنيو څيړنو کې بوخت وو .
دپندلتون دپوځي قطعې يو ويندوى وويل : په ٢٠١٢ کال کې په يوه هوايي پيښه کې دامريکا دځواکونو دسمندري سرتيرو د اووتنو له وژل کيدو وروسته د مهماتو د ډيپو د چاودنې پيښه ددغې قطعې غيرمحاربوځواکونو ته د سرډيرسترزيان دى .
دپندلتون دمهماتو د ډيپو د چاودنې دعلت دموندلو لپاره څيړنې روانې دي.
ويل کيږي چې د دغې پيښې په اړوند دامريکا دسمندري ځواکونو درې تنه ټوپک لرونکي په دخپلودندو کې دنه پاملرنې له امله له کار څخه ګوښه کړاى شوي دي
0 1 دقیقه لوستل