سیاست

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

کابل باختر د ليندي درې ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله د «مسیر نو» ټولنې له غړو سره ولیدل. په دې ناسته کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د افغانستان د ځوانانو د نوي مسیر ټولنې ځوانانو خپلې ستونزې له اجرائيه رئیس سره شریکې کړې او له هغه یې وغوښتل چې د ځوانانو پر وړاندې شته ستونزې له منځه یوسي.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ .
د نا امنۍ، فقر او بېکارۍ له منځه وړل، د ځوانانو لپاره د ښوونیزو فرصتونو برابرول د هغوی اساسي غوښتنې وې.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله له ځوانانو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د ځوانانو یووالی، هڅې او هاند د راتلونکي لپاره هیله مندي ډېروي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، افغان ځوانانو چې دمګړۍ کوم مسیر خپل کړی دی هغه یو هدفمند او سالم مسیر دی چې د هېواد د پرمختګ، یووالي، سولې، ثبات او روښانه افغانستان زېری لري.
هغه وویل، په اوسنیو شرایطو کې چې له یوې خوا پر افغانستان جګړه ټپل شوې او له بلې خوا په کور دننه افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، افغان ځوانان د ستایني وړ دي، چې د ستونزو د حل لپاره په یووالي مخ ته ځي.
اجرائيه رئيس ډاډ ورکړ، چې د ملي یووالي حکومت له ځوانانو نه په هر حال کې ملاتړ کوي او د هغوی لپاره د فعالیت ښه زمینه برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته