ورزش

په باميانوکې د ځغاستې نړيوالې سيالۍ ترسره شوې

 باميان باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه  :
د يولسو هېوادونو ورزشکارانو زموږ د هېواد له ورزشکارانو سره په باميانوکې  د ځغاستې سيالۍ ترسره کړې.
په دې سيالۍ کې  د انګلستان، ايران، امريکا، سويس، استراليا، روسيې، سويزرليند، کولمبيا، تايلند او چک د هېوادونو  د شلو تنو ورزشګارانو په ګډون٣٥٠ تنو ښځينه او نارينه ورزشکارانو ګډون کړى و.
دغه سيالۍ د ٤٢ مترو او١٠ کيلومترو په واټنونو سره ترسره شوې چې د ٤٢ مترو په واټن کې له افغانستان څخه د نارينه و په برخه کې محمدکريم ياقوت لومړى مقام، استراليايي ورزشکار ديويد دويم مقام او له افغانستان څخه  حسين دريم مقام وګاټه.
د نجونو د ٤٢ کيلومترو په واټن کې له انګلستان څخه ويکي، له افغانستان څخه بيګم او له انګلستان څخه ليز جونس په تيرتيب سره لومړى، دويم او دريم مقامونه وګټل.
دغه راز د نارينه و د لسو کيلومترو واټن د ځغاستې په سياليوکې تميم، مرتضي  او محمد علي په ترييب سره لومړى، دويم او دريم مقامونه وګټل.
دغه راز د نجونو په برخه کې د لسو کيلومترو په واټن کې زهرا او  مريم  لومړى او دويم مقامونه وګټل.
دغه سيالۍ د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د باميانو د اسکي کلپ، د ماراتن بنسټ، د اتصالاتو د شرکت، د فرهنګ او هنر د کور او د هيلپ موسسې په همکارۍ ترسره شوې.
د يادونې وړ ده چې دا دريمه سيالي وه چې د نړۍ د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته