خبرونهامنیت

په هرات کې څه باندې ۲۰ ټنه ډول ډول نشه يي توکي وسوځول شول

 کابل، د لړم ۲۵ مه، باختر

د هرات د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې څه باندې ۲۰ ټنه ډول ډول نشه يي توکي وسوځول شول.

د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په یادو توکو کې هیرویین، ایف، کرسټال، ښېښه، اپین، الکولي مشروبات او چرس شامل دي، چې د دغه ولایت له ښار او بېلابېلو ولسوالیو څخه ترلاسه شوي وو.

د یادونې وړ ده چې دغه ولایت کې تر اوسه څه باندې ۵۰۰ کوچني او ستر بانډونه  له منځه تللي او له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې د بېلابېلو ډولونو نشه يي توکو مهمې فابریکې د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه وړل شوې دي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا