اقتصاد

د ترکش هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې بندې کړي دي

-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
د ترکش  هوايي شرکت په کويد ١٩د افغان مسافرانو د اخته کېدو په دليل افغانستان ته يې خپلې الوتنې بندې کړي دي .
  د باختراژانس د خبرله مخې؛  دغه شرکت  د چنګاښ په ٤مه  له درې مياشتنى ځنډ وروسته  افغانستان ته خپلې الوتنې  بيا پيل کړې وې او په سلګونومسافر يې  له کابل څخه ترکيې ته ولېږدول.
د  رپوټونوله مخې؛  ټاکل شوې وه د ترکش هوايي شرکت د جولاى له پنځمې نيټې څخه  تر نن پورې  پنځه نورې الوتنې کابل ته کړې واي ، خو د دغه هوايي شرکت د مسوولينو د څرګندونوله مخې، په کروناويروس  د مسافرانو د اخته والي په دليل  خپلې الوتنې لغوه کړي دي .
د ترکش ايرلاين شرکت  د بهرنيو اړيکو مسوول عبدالحميد صالحي باختراژانس ته وويل: چې د ترکيې د روغتيا وزارت  له دغه شرکت څخه غوښتي دي چې  په کرونا ويروس  د مسافرانو  د اخته والي په دليل افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړي .
هغه وويل:  چې د يوزيات شمېر مسافرانو دکرونا تست  مثبت و،  او دروغتيا وزارت  دالوتنو  دپندولو لارښوونه کړې ده .
  د ترکش ايرلاين هوايي شرکت دمسوولينو  دڅرګندونوله مخې؛ افغانستان د هغو١٣ هېوادونو په ډله کې دى  چې  په هغه کې  پهکرونا ويروس داخته کسانوشمېر زيات دى .او دغه شرکت خپلې الوتنې بندې کړي دي.
خو دافغانستان دملکي هوايي چلند ادارې په هېواد کې  د دغې هوايي کرښې دالوتنود ډيرژر پيلولو خبرورکړى دى .
ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته